IQNA

  آل سعود رژيم بلاخره له لس کلن بنده وروسته دشهیدشیخ نمر ورارۀ خوشی کړ

15:43 - October 28, 2021
د خبر لمبر: 3484866
تهران  (ایکنا) - د بشري حقوقو د دفاع  ادارې وئیلی دي ،علي النمر په ماشومتوب کښې د حکومت پرضد په  اعتراضونو کښې د ګډون په خاطر له دوه زره دولسم  میلادي کال راهسې په زندان کښې و  او له لس کاله قید وروسته اوس خوشی کړی شوی دی .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،  د سعودي عربستان د ستر شیعه مذهبي مشر شهید شیخ نمر باقر النمر وراره علي النمر چې په عربستان کې د آل سعود رژيم پرضد په اعتراضونو کښې د ګډون په جرم مخکې په اعدام محکوم شوی و ،پرون له زندانه خوشی شو .

 د بشري حقوقو د دفاع  ادارې وئیلی دي ،علي النمر په ماشومتوب کښې د حکومت پرضد په  اعتراضونو کښې د ګډون په خاطر له دوه زره دولسم  میلادي کال راهسې په زندان کښې و  او له لس کاله قید وروسته اوس خوشی کړی شوی دی .

علي النمر په دوه زره دولسم  میلادي کال کښې  د خپل ترۀ  او آکا  شیخ نمر باقر النمر له اعدام  څو کاله  مخکې او هغه  مهال چې اولس کلن و  په القطیف ولایت کښې په اعتراضونو کښې له ګډون کولو وروسته ونیول شو او په هغه باندې په جرم کونکي ډلې کښې د شاملیدا ، جنایت او د عربستان په پولیسو باندې د حملې کولو تورونه ولګول شول .

د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو په تیرو میاشتو کښې د شهید شیخ نمر باقر النمر د دیرش کلن ورور امین باقر النمر په شمول د هغه د کورنۍ یوشمیر غړي نیولي دي .

په عربستان کښې بشپړه دیکتاتور حکومت ټینګ دی او خلک هیڅ ډول ازادۍ نلري او په کوچنۍ خبره خلک نیول کیږي او بیا کلونه کلونه په زندانونو کښې شکنجه او ځورول کیږي او په ډیرو موردونو کښې یې سرونه وهل کیږي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i107482

captcha